د هندي پوځ خپل مینځي نښتې؛ ۵ سرتېري وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ غویی، ۱۴۰۴ل)

اې بي اېن نیوز خبري شبکې خبر ورکړی، چې د مقبوضه کشمير د بارامولا سېکتر په جاپاله پل سیمه کې د هندي پوځ دوو یونټونو تر منځ ډزې شوې، چې له امله یې ۵ تنه سک مذهبه سرتېري ځای پر ځای وژل شوي دي.

پېښه د ۱۸۵ بی ایس ایف او ۱۲ بریګېډ اړوند سرتېرو تر منځ د شپې ګزمې پر مهال رامنځته شوې ده.

سرچینې وايي چې پېښه د داخلي ګډوډۍ او ناسمې همغږۍ له امله رامنځته شوې ده.

د دفاعي شنونکو په وینا، دا ډول پېښې د هندي پوځ د رواني فشار او داخلي بې‌ثباتۍ څرګندونه کوي.

ویل کېږي چې د وژل شويو سرتېرو ملګرو کې سخت غبرګون لیدل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button