په میدان وردګ کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۱۶ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۶ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.

یادې پروژې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ياد وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له لوري رسماً پرانیستل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغو مراسمو پر مهال د میدان وردګ ولایت مرستیال والي حافظ سعیدالرحمن، د ولایت د علماوو شورا مرستیال مولوي عابد آغا، د جغتو ولسوال، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، یو شمېر نور مسؤولین، دیني علما، سپین‌ږیري او ځوانان هم حضور درلود.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو په چوکاټ کې به د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او اوبو لګولو کانالونو جوړول ترسره شي.

د ميدان وردګو ولايتي مسؤولین وایي، د دغو پروژو پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژو له بشپړېدو سره به د جغتو ولسوالۍ د خلکو ګڼې بنسټیزې ستونزې هوارې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button