د غزې جګړه؛ د حماس ځواکونو برید کې دوه صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

غزه: د حماس ځواکونو سره نښتو کې یو ځل بیا صهیونیستي اشغالګرو ته درانه تلفات اوښتې دي.
د غزې په ختیځې شجاعیه سیمه کې د حماس ځانګړو بریدګرو د عملیاتو په ترڅ کې دوه صهیونیستي پوځیان ځای پر ځای ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

د القسام لېوا، چې د حماس پوځي څانګه ده، ویلي چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي، چیرته چې اشغالګرو هڅه کوله چې د سیمې پر ملکي کورونو یرغل وکړي. مقاومت کوونکو د دوښمن تحرکات له نږدې څارل، او پر ټاکلي وخت یې برید ترسره کړ.
د حماس ویاند ویلي: “دا یوازې یو خبرداری دی، زموږ ځمکه به هېڅکله د اشغالګرو لپاره خوندي ځای نه وي. هر قدم چې دوی اخلي، د خونړۍ پایلې سره به مخ کېږي.”

اسرائيلي پوځ، چې معمولاً د خپلو تلفاتو پټولو ته.هڅه کوي، دا ځل هم د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي، خو محلي اسرائيلي رسنیو د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر تایید کړی.

شجاعیه، چې د مقاومت یو مهم مرکز بلل کېږي، تل د مقاومت د ځواکونو د اشغال پر وړاندې د اتلولۍ سنګر پاتې شوی دی. د حماس دغه تازه بریا یو ځل بیا ثابته کړه چې د فلسطیني مقاومت روحیه لا هم ژوندي ده او د اشغال پر وړاندې مبارزه دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button