د عامې روغتیا وزیر: نړیوالو بنسټونو افغانستان ته بې کیفیته او تاریختېر توکي را وارد کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په یوه خبري غونډه کې پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو نیوکه کړې او ویې ویل، چې افغانستان ته يې بې کیفیته او تاریختېر طبي او خوراکي توکي رالېږلي دي.
ښاغلي جلالي ويلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له معیار پرته ۵۵ ټنه پریمیکس توکي را وارد کړي، چې تاریخ یې تېر شوی او له استعماله وتلي دي زياتوي:«دغه کار نه یوازې د مرستو ضایع کول دي، بلکې د خلکو روغتیا ته هم خطر پېښوي.»
ښاغلي جلالي همداراز وویل، چې یاد پروګرام د “سوپر سیریل” په نوم ۶ زره ۷۵۰ ټنه نور خوراکي توکي هم افغانستان ته را وارد کړي، چې د کیفیت نړیوال معیارونه یې نه دي پوره کړي او د استفادې وړ نه ګڼل کېږي.
د روغتیا وزیر وویل، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له لوري د توبرکلوز ۶۵۰ کیټونه هم افغانستان ته رسېدلي، چې نه یوازې تاریختېر دي، بلکې له اسنادو سره یې مطابقت هم نه لري. د نوموړي په وینا، یاد بنسټ خپله تېروتنه منلې ده.
مولوي جلالي ټینګار وکړ، چې دا ډول ستونزې هغوی اړ باسي څو له مرستندویه بنسټونو د شفافیت او اړتیاوو مطابق د مرستو د تنظیم غوښتنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو او یو شمېر ولسي خلکو پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو نیوکې کړې وې، چې افغانستان ته یې بې کیفیته او ټیټ معیار لرونکي توکي استولي دي.



