په ننګرهار کې د اوبو رسولو درې شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې او د سرخرود ولسوالۍ فتح‌آباد کلیو کې د څښاک د پاکو اوبو درې شبکې جوړې او د خلکو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزرات په خبرپاڼه کې ويلي، چې يادې شبکې د ۱۰،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې، چې په ترڅ کې یې د ۲۰ او ۱۲،۵ متر مکعب ظرفیت لرونکو درې ذخیرو جوړول، ۷ کیلومتره پایپ غځول، ۹۰ شيردهنونه او ۵۳ سولر تختې نصب شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د دغو شبکو د جوړېدو په بهیر کې لسګونه کاریګرو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې، او له بشپړېدو سره یې شاوخوا ۱۱۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

مسؤولين وايي، چې دغه پروژه د سیمې د اوسېدونکو د اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو په هدف پلي شوې ده، چې د خلکو په ژوندانه کې به د پام وړ بدلون راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button