ټولګټو چارو وزارت: د افغانستان-چین ریلي دهلېز له لارې لس زره کانټینره انتقال شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په حیرتان بندر کې د افغانستان، چین، قرغیزستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي ریلي دهلېز له لارې د لس زره ۲۰ فوټه کانټینري توکو د وارداتو د پوره کېدو په ویاړ مطبوعاتي کنفرانس کې د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د چین سفیر، د ګڼو امارتي ادارو مسؤلینو او بهرنيو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ګډونوالو د دغه دهلېز له لارې د سوداګرۍ پراخېدو ته خوشبیني وښوده او دا یې د افغانستان د ترانزیټي موقعیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
دغه څلور اړخیز اقتصادي دهلېز، چې د ۲۰۲۲م کال راهیسې فعال شوی، د چین، قرغیزستان او ازبکستان له لارې د افغانستان حیرتان-مزارشریف اوسپنې کرښې سره وصل شوی دی چې له فعاليدو تر اوسه د دې دهلېز له لارې لس زره کانټینره انتقال شوي.
د ټولګټو وزارت دا ډول دهلېزونه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او وايي چې دغه هوکړهلیک د ۲۰۲۵م کال لپاره بيا ځلې هم تمدید شوی دی.



