طالبانو امریکا ته ګواښ کړی، چې تر هغو مو نه پرېږدو تر څو مو چې عسکر ونه باسئ

کابل ټکی کام ۱۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو ورځې وړاندې دولتي رسنیو د یو شمېر چارواکو په حواله خبر ور کړی وو، چې را روانو څو ورځو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي، خو طالبانو په څلو اړخیزو غونډو کې د دوی د استازو ګډون درواغ وبلل، او ویې ویل چې تر څو یې شرطونه نه وي منل شوي، روان د سولې په اړه مذاکرات تېر ایستونکي او بې مفهومه دي.
د طالبانو د یادې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته ګواښ وکړ، که سولې ته غاړه کېنږدی، نو دوی د افغان دولت سره اوږه په اوږه ولاړ دي، او طالبان به وځپي.
دغه وزارت همدا راز وویل، چې طالبان دا مهال بې له سولې بله لاره نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دغو څرګندونو په تړاو کې د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد پخپله ټوېټر پاڼه کې په توندو او سختو ټکو غبرګون ښودلی دی، او ویلي یې دي، چې:
«موږ په تیرو ۱۴کلونو کې ستاسواوغلامانو قوت ازمویلي اوباید تاسوته هم زموږ زور او زړورتیا ثابته شوېوي، ترڅومو نه پریږدو چې ټول عسکرمو ونه باسئ.»
مجاهد همدا راز امریکا مخاطبه ګرځولې ده، چې:
«جګړه ستاسو امریکایانو انتخاب ده، موږ د خپل هیواد په آزادۍ او ستاسو په بشپړ شړلو مکلف یو، تاسو یواځې یوه لار لری، حماقت او اشغال پای ته ورسوئ.»
مجاهد همدا راز ویلي دي، چې دوی ۱۴ کاله دمخه د روانو ستونزو حل د خبرو له لارې غوښتلو، خو کم عقله امریکا وه، چې په اخطارو یې لاس پورې کړ، او د جګړې انتخاب یې وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button