بان کي مون: ترکي چارواکي دې د بیان ازادۍ درناوی وکړي

کابل ټکی کام ۱۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې ترکي چارواکو د دولت پر مخالفې (زمان) رسنۍ باندې چاپه ووهله، او د خلکو د تیت پرک کولو لپاره یې له اوښلن ګاز څخه کار واخیست، خلکو د زمان ورځپاڼې پر دفتر د چاپې په غبرګون کې یو لوی لاریون را ویستو، او ترکي چارواکو وشړلو، چې د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونو په ترکیه کې د بیان ازادۍ د خلاف ورزۍ په تړاو سختې اندېښنې وښودلې.
دا مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په ترکي چارواکو غږ کړی دی، چې د بیان ازادۍ قدر او درناوی دې وکړي.
د ملګرو ملتونو استازی فرحان الحق وویل: «د ملګرو ملتونو سر منشي په ترکیه کې د Feza Media Group په هکله د مارچ د میاشتې په ۴مه نېټه د محکمې د حکم او په دې تړاو په حالاتو کې د بدلون څخه خبر دی». نوموړي زیاته کړه، چې بان کي مون د «زمان» د رسنۍ په شاوخوا کې حالات څاري».



