صهیونیستي اشغالګرو د پلازمینې د مشق په ګډون د سوریې پر ګڼو ښارونو هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو تېره شپه د سوریې پر بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د دمشق، درعا، حماة، السویدا او ادلب ښارونو پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو هدف د سوریایي پوځ مهماتي ډیپوګانې، هوایي ډګرونه، د هوايي دفاع سېستمونه او نور نظامي تأسیسات وو.

د سوریې دولتي خبري آژانس (سانا) خبر ورکړی چې په بریدونو کې د دمشق ښار د حرستا په سیمه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې بریدونه ډېر شدید وو او د ښارونو په لرې پرتو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ویلو ده، ده، چې سوریایي چارواکو ویلي، چې د هېواد دفاعي سیستمونو هڅه وکړه د یادو بریدونو مخه ونیسي؛ خو د بریدونو د شدت له امله اسرائیلي توغندي هدف ته رسېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button