په بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۴ل)

د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۸ مېلیونه ډالرو په لګښت د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې دا پروژه د افغانستان برېښنا شرکت او امارتي پانګوالو له‌خوا پلي کېږي، چې موخه‌یې د پېرودونکو اړتیاو پوره کول او د هېواد په کچه پر ځان بسیاینې ته عملي بڼه ورکول دي.

په همدې موخه جوړ شوي پرانیست غونډې ته د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال وویل: “د تېرې اونۍ د پروژو دوام په توګه، نن داسې ستره اقتصادي پروژه پیل شوه چې ښايي په تېرو کلونو کې ورته ډول پرمختګ نه وي ترسره شوی.”

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر هم د پروژې د ارزښت په اړه وویل: “په هېواد کې موږ ته یوازې د ۲۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت په میراث پاتې و، خو اوس د ۹۰۰ مېګاواټه تولید پروژې تر کار لاندې دي، چې دا د برېښنا سکتور د چټکې ودې څرګندونه کوي.”

دا پروژه د افغانستان د برېښنا د تولید، ځان‌بساینې، او شبکو پراختیا د ملي تګلارې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button