ننګرهار: شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۳.۹ میلیونه افغانيو په لګښت د برېښناکوټ د رغونې پروژه پيل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ، په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوه کوچني برېښناکوټ د رغونې پروژه پيل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده پروژه ۱۳.۹ میلیونه افغانۍ مالي لګښت کېږي، چې د بشپړېدو سره به يې نږدې ۱۱۰۰ کورنۍ د برېښنا له خدماتو برخمنې شي.
د مسوولينو په وينا، د دې پروژې تخنیکي برخې کې د ۸۰ کیلوواټه ډینمو نصب، د ۲۲۵ کیلوواټه په ظرفیت ۱۱ ترانسفرمرونه، د ۱۲۰ زړو پایو ترمیم، د ۱۰۰ نویو پایو نصبول، او د ۸۰ مترو په اوږدوالي محافظتي کانال دیوال جوړول شامل دي.
مسوولين وايي، تمه ده چې دا پروژه به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



