د فلسطین د آزادۍ جبهې مشر طلال ناجي دمشق کې نیول شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
یوې فلسطیني سرچینې المیادین ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې طلال ناجي، د فلسطین د آزادۍ لپاره د ولسي جبهې – عمومي مشرتابه (الجبهة الشعبية لتحرير فلسطين – القيادة العامة) عمومي منشي، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې نیول شوی دی.
د نیول کېدو دقیق دلیل او جزئیات تر دې دمه رسماً نه دي څرګند شوي، او نه هم د سوریې حکومت یا رسمي امنیتي سرچینو په دې اړه څه ویلي دي.
طلال ناجي له کلونو راهیسې د فلسطیني مقاومت له مطرحو څېرو څخه ګڼل کېږي او د ولسي جبهې د مشرتابه له پخواني مشر احمد جِبريل وروسته د دې ډلې مشري پر غاړه لري.



