حماس: غزه کې د ګډوډۍ جوړولو هڅې ناکامۍ سره مخ شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې فلسطیني کورنیو او قبیلو یو ځل بیا خپل تاریخي رول ادا کړی او ثابته کړې یې ده چې د داخلي جبهې د ساتنې او د ټولنیز امنیت د خرابېدو پر وړاندې ولاړې دي.
حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، کورنۍ او قبیلې د قانون نه سرغړونه رد کړې او د ټولنیزو کمیټو له لارې یې د امنیتي جوړښتونو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دښمن هڅه کوله چې د کرايي ډلو له لارې غزه د ګډوډۍ ښکار کړي؛ خو کورنیو او قبیلو په پیاوړي دریځ سره دا هڅې شنډې کړې دي.
حماس د ملي یووالي، د امنیتي ارګانونو، کورنیو، او مقاومت تر منځ د همغږۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا یووالی د خلکو د دفاع او د ګډوډۍ پر وړاندې د ولاړې جبهې ښکارندويي کوي.



