مولوي عبدالکبیر له اسلامي همکاریو سازمان سره د کډوالو پر مرستو او پروژو خبرې وکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر ښاغلي محمد سعید العیاش سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو د حالاتو، مرستو، او عام المنفعه پروژو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وکړ. ښاغلي العیاش د افغان کډوالو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ويې ویل، چې له کډوالو سره زورزیاتی او جبري ایستل د اسلامي همکاریو سازمان اندېښمن کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې سازمان یې له افغان کډوالو سره د نړیوالو مرستو د راجلبولو په موخه کار کوي او تمه لري چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه د افغان مهاجرینو ملاتړ ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي العیاش وویل، چې د افغانستان لپاره د یو شمېر عام المنفعه پروژو د پلي کېدو لپاره هڅې روانې دي زياتوي :«د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت، د پروان ولایت سیمهییزې ادارې او ولسونو سره په همغږۍ، د سالنګ ولسوالۍ اړوند د یوې لویې جامعې جومات د جوړېدو لپاره د مالي سرچینو موندلو هڅې روانې دي. دا جومات به د شمالي ولایتونو پر لویه لار ۳۵۰۰ مسافرو ته د اوداسه او لمانځه مناسب امکانات برابر کړي».
په ناستې کې محترم مولوي عبدالکبیر هم د اسلامي همکاریو د سازمان د سفیر هرکلی وکړ او له افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو مننه یې وکړه. نوموړي د اسلامي امارت او اسلامي نړۍ ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د کډوالو دایمي ستونزو د حل لپاره یې د استوګنیزو ښارګوټو پر جوړولو ټینګار وکړ.



