بهرنیو چارو وزارت: د هند او پاکستان ترینګلتیا؛ پر افغانستان او سیمه يې اغېزې تر بحث لاندې ونیول شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد وايي، چې د دغې وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت «د پاکستان-هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي غونډه جوړه شوه، چې پکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د شخړې وروستي حالات، تاریخي شالید، پر سیمهییز ثبات او په ځانګړي ډول پر افغانستان د یادې ترینګلتیا احتمالي اغېزې وڅېړل شوې.
په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رئیس، ښاغلي مفتي نور احمد نور وویل، په کشمیر کې پر سیلانیانو وروستی برید د پاکستان او هند ترمنځ موجوده ترینګلتیا لا پراخه کړې، چې له امله یې د واګه بندر تړل شوی او د افغانستان سوداګریز مالونه بند پاتې دي، چې دا چاره د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.
د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مرستیال، ښاغلي حکمت الله ځلاند د بحث پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان هڅه کوي له دواړو هېوادونو سره د متوازن سیاست پر بنسټ مثبت تعامل وساتي.
د دغه مرکز رئیس، ښاغلي ولي الله شاهین بیا د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو تاریخي بستر تشریح کړ او څرګنده یې کړه چې شونې نه ده چې دا دوه اتومي ځواکونه مستقیمې جګړې ته ولاړ شي، بلکې شخړه به له ډیپلوماټیکو لارو هواره شي.
ښاغلي مفتي نور احمد نور همداراز وویل، د اسلامي امارت سیاست د سولې، ثبات او متوازنې همکارۍ پر بنسټ ولاړ دی او هڅه به دا وي چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ له سولهییزې لارې پای ته ورسېږي، تر څو د افغانستان او سیمې پر ثبات منفي اغېز ونه کړي.



