هند د پاکستان پر نهو اهدافو توغندیز بریدونه کړي؛ نړیوال غبرګونونه راپارېدلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۴ل)

د هند پوځ تېره شپه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او نورو سیمو کې په نهو اهدافو پراخ توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې دواړو هېوادونو ترمنځ شته کړکېچ ته نوې بڼه ورکړې ده.

د پاکستان چارواکي وایي، په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د هند حکومت ویلي، بریدونه یې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې د خونړي برید د غچ اخیستنې په موخه ترسره کړي، چې هند پکې وسله‌وال پاکستانیان تورن بولي.

پاکستان دغه بریدونه غندلي، د پنجاب ایالت لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا عمل به بې ځوابه پاتې نه شي.

د هند بریدونو پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه “د شرم وړ” بللي او اندېښنه یې ښودلې چې دا کړکېچ ښايي د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ شخړه پراخه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو سره ټلیفوني خبرې کړې او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

ترکیې هم په یوه رسمي بیان کې د وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ژورې خبرې اترې او زغم غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button