حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت ډلې “حماس” ویاند وايي، چې د دوی ځواکونو د صهیونیستي یرغلګرو پر ضد بریالی عملیات ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۲ اسرائيلي سرتېري وژل شوي دي.

د حماس نظامي څانګې “القسام” لېوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د “جنهم دروازې” په نامه دغه عملیات د غزې په شمال کې ترسره شوي، چیرته چې یرغلګرو هڅه کوله نوي پوځي پرمختګونه وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې ځواکونو یې په تاکتیکي ډول د دښمن ځواکونه راجلب کړل، او بیا یې پرې له نږدې واټن څخه بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د دښمن ګڼ زرغروال وسایط هم زیانمن شوي دي.

حماس ویلي، چې دا عملیات د فلسطیني ولس د وینې غچ او د اشغالګرو پر ضد د دوامداره مقاومت یوه برخه ده.

بل لور ته، اسرائيلي چارواکو تر اوسه د خپلو تلفاتو رسمي شمېر نه‌دی تایید کړی؛ خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په غزه کې د درنو چاودنو او نښتو غږونه اورېدل شوي دي.

د ویلو ده، چې سیمه کې اوس هم درنې جګړې روانې دي، او د انساني مرستو رسولو چارې له سختو خنډونو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button