کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اړوند امنیتي سرچینو ویلي، چې په تېرو څو اونیو کې یې پنځه تنه هغه کسان اعدام کړي، چې له اسرائیلي استخباراتي ادارو سره د همکارۍ تور پرې لګېدلی و.
د الشرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد کسان د فلسطیني مشرانو، فعالانو او مهمو اهدافو په اړه اسرائیلي اړخ ته معلومات ورکول، چې له امله یې د مقاومت ځینې مشران شهیدان شوي دي.
د حماس اړوند امنیتي ادارو ویلي، چې دوی دا اقدام د داخلي امنیت د ټينګښت او له صهیونستي رژیم سره د هر ډول جاسوسۍ د مخنیوي لپاره کړی دی.
سرچینې زیاتوي چې د مقاومت ډلې دا مهال د هغو کسانو د تعقیب او نیولو هڅې کوي، چې له صهیونستانو سره د همکارۍ شک پرې کېږي.


















