کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د ظاهر قدیر قضیه جدي تعقیبوي.
ظاهر قدیر، چې په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړی پاتې شوی، څه باندې درې اونۍ وړاندې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ونیول شو.
د بهرنیو چارو وزارت د آسیايي برخې مشر ذاکر جلالي پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي چې اسلامي امارت هر افغان ته د عدالت د تأمین مسؤولیت لري او د هیڅ وګړي له حقونو څخه په توپیر چلند نه کوي.
ښاغلي جلالي زیاته کړې: “د بهرنیو چارو وزیر نن د ظاهر قدیر له کورنۍ سره ولیدل او د لیدنې وروسته یې په دوحه کې افغان سفارت ته دنده وسپارله چې دا موضوع د کینیا له سفارت سره همغږې کړي او تعقیب یې کړي.”
ظاهر قدیر د اپریل په ۱۴مه نېټه هغه مهال ونیول شو، چې غوښتلیې د نایروبي په یوه هوټل کې واوسي. راپورونه ښيي چې نوموړی د امریکا لخوا د استرداد غوښتنې سره مخ دی.
پر هغه تورونه لګېدلي چې ګنې د نشهيي موادو او وسلو د قاچاق سره تړاو لري، خو تر دې دمه د تورونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي. ټاکل شوې چې د هغه محکمه راتلونکې اونۍ ترسره شي.


















