کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳غویی، ۱۴۰۴ل)
د ښاري طرحو د اغېزناکه تطبیق، د ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو د پراختیا، او د روڼتیا د ټینګښت په موخه، د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث هبت اللّٰه اخندزاده نوی فرمان توشیح کړ.
د افغانستان د اسلامي امارت د وياند دفتر له لوري د خپاره شوي فرمان له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالي او د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفې شوې چې د ښاري طرحو اړوند لازم معلومات او تفصیلات د برېښنایي او چاپي رسنیو، د جوماتونو له لارې، د ګذر وکیلانو او نورو مناسب وسایلو په وسیله عامو خلکو ته خپاره کړي. دغه معلومات باید وقتاً فوقتاً خپاره او د اړتیا پر مهال له خلکو سره شریک شي.
په فرمان کې همداراز ویل شوي، هغه سیمې چې په ښاري ساحو کې شاملې شوي، خو تر اوسه ورته تفصیلي طرحه نه ده جوړه شوې، اړوندې ادارې باید ژر تر ژره ورته پلانونه ترتیب او خپاره کړي.
د چارو اداره او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه به د یاد فرمان د تطبیق بهیر دوامداره څارنه کوي.
یاد فرمان له توشیح سره سم نافذ ګڼل کېږي او په رسمي جریده کې به خپور شي.
هغه فرمان چې د اسلامي امارت د وياند د دفتر له لوري خپور شوی:


















