د عدليې وزير د نړیوالې حقوقي ناستې کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزير، مولوي عبدالحکيم شرعي، نن شنبه د سن پترزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمع په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.
د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالحکيم شرعي به په دې درې ورځنۍ غونډه کې د اسلامي امارت د عدلي نظام، د قوانينو د څرنګوالي، نړیوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا، او د عدالت د تأمين په اړه خپله وينا وړاندې کړي.
همداراز، تمه ده چې نوموړی به د اسلامي امارت دریځ د نړیوالو تعاملاتو په برخه کې هم تشريح کړي.
دغه ناسته چې د دوشنبې په ورځ پېل کېږي، د درېو ورځو لپاره دوام کوي او پکې د بېلابېلو هېوادونو عدلي مقامات برخه لري.



