مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير په رسمي بلنه تهران ته روان شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه نن د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تهران ته روان شو.
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم ګډون لري.
ټاکل شوې ده چې مولوي امير خان متقي د تهران د خبرو اترو په نړيوال فورم کې ګډون وکړي، او هلته له خپل ايراني سيال ډاکټر عراقچي او د ايران له نورو لوړپوړو چارواکو سره د دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو او سيمهييزو مسايلو په اړه مفصلې خبرې اترې ولري.
دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې همکارۍ د لا پراخېدو په موخه ترسره کېږي.



