اسلامي امارت او روسي شرکت ترمنځ د نفتو استخراج او پروسس تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د روسیې د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې د روسي انتیکوي شرکت سره د نفتو استخراج او پروسس په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روسیې «ریا نووستي» خبري آژانس ته ویلي، چې د دې تړون له مخې به یاده روسۍ کمپنۍ نه یوازې د نفتو د استخراج چارې پر مخ وړي، بلکې په افغانستان کې به د نفتو د پروسس یوه فابریکه هم جوړوي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیبولین هم یاد آژانس ته څرګنده کړې، چې انتیکوي شرکت به ډېر ژر په افغانستان کې عملي کار پیل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې دا تړون به د افغانستان د کورني انرژۍ اړتیاوو پوره کولو او اقتصادي خودکفایي لپاره مهم رول ولوبوي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیکېږي چې دا لومړی ځل دی روسیه له افغانستان سره د نفتو د استخراج او پروسس په برخه کې رسمي همکاري پیلوي.

مربوطه مطالب

Back to top button