په اسرائيلي پوځ کې ۳۵ عسکرو ځان وژنه کړې، ۹ زره رواني ناروغان دي او پوځ جګړې ته ذهني ناروغ عسکر استوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)
هآرتس ورځپاڼې د اسرائيلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د غزې پر وړاندې د جګړې له پیله (اکتوبر ۲۰۲۳) څخه د ۲۰۲۴ تر پایه پورې، ۳۵ اسرائيلي عسکرو ځانونه وژلي دي. پوځ له دې وروسته د روان ۲۰۲۵ کال د ځانمرګو عسکرو د شمېر له خپرولو ډډه کړې.
راپور زیاتوي چې د جګړې له پیل راهیسې ګڼ عسکر د ځان وژنې له امله ښخ شوي، خو پوځ د هغوی لپاره نه جنرازه اعلان کړې او نه هم رسمي پوځي مراسم ترسره کړي.
په همدې مهال د جګړې له امله تر ۹ زرو زیات عسکر له رواني ناروغیو سره مخ شوي او تر درملنې لاندې دي.
د راپور له مخې، اسرائيلي پوځ د سرتېرو د کمښت له امله آن رواني ناروغانو ته هم د احتیاطي ځواکونو په چوکاټ کې د جګړې امر کړی دی.
یوه پوځي مشر هآرتس ته ویلي: “زرګونه احتیاطي سرتېري چې په غزه کې ځای پر ځای شوي، زموږ سره د رواني ناروغیو له امله تماس نیولی. زموږ عسکر جګړه نه تعقیبوي، له همدې امله موږ مجبوره یو داسې کسان جګړې ته واستوو چې ذهني حالت یې عادي نه دی.”
دغه راز پوځي مشر زیاتوي: “موږ پوهېږو چې د دغو سرتېرو رواني حالت سم نه دی، خو بیا هم د عسکرو د کمښت له امله یې جګړې ته استوو.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د غزې جګړې اسرائيلي پوځ له سختو بشري، ذهني او اخلاقي ننګونو سره مخ کړی دی.



