په زابل کې د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۸ شبکې جوړېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)

د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د ښه‌والي لپاره نوې پروژې پلې کېږي.

د یاد ریاست رئیس مولوي حکمت الله رهبر ویلي، چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د زابل په شپږو ولسوالیو؛ دایچوپان، ارغنداب، میزانه، نوبهار، خاک افغان او سیوري کې به د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۸ شبکې جوړې شي.

نوموړي زیاتوي، چې د دغو شبکو له جوړېدو سره به شاوخوا ۳۰۰ زره وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د رهبر په وینا، د پروژې له مخې به په هره ولسوالۍ کې درې شبکې جوړې شي، چې د کار عملي چارې به یې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې بشپړې شي.

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا تطبیقېږي او چارواکي هیله لري چې د اوبو رسولو دا پروګرام به د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button