د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزير په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان او ایران ترمنځ د وروستیو نږدې شویو اړیکو په لړ کې، د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د یوه رسمي سفر په ترڅ کې تهران ته رسیدلی دی.
د کانونو او پترولیم وزارت وایي، ښاغلی بدري د “معدني موادو د څېړونکو دویم نړیوال سمپوزیم” کې د ګډون په موخه ایران ته تللی. دغه سمپوزیم د معدني سکتور د پرمختګ او علمي همکارۍ لپاره د یو مهم نړیوال پلیټفارم په توګه پیژندل شوی.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې وزیر به نه یوازې په یاد سمپوزیم کې ګډون وکړي، بلکې له ایراني چارواکو، سوداګرو او پانګوالو سره به جلا لیدنې هم ولري زياتوي:«د دغو خبرو محور به د افغانستان د کانونو سکتور ظرفیتونه، دوه اړخیزې همکارۍ او د پانګونې فرصتونه وي.»
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې یوه ورځ مخکې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم تهران ته سفر کړی و، چیرې چې هغه د ایران له ولسمشر سره هم کتلي وو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې وې.



