د نړیوال بانک له لوري د افغانستان د پورونو د ورکړې بهیر بیا پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹غویی، ۱۴۰۴ل)
د مالیې وزارت د یوې اعلامیې له مخې، نړیوال بانک له څو کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا د افغانستان لپاره د پورونو د ورکړې او تمویل پروسه پیل کړه. د دې بانک استازي د کابل په دفتر کې له ماليې وزارت سره له نږدې همغږي کړې او ویلي یې دي چې اوس د افغانستان د پرمختیايي پروژو لپاره چمتو دي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، نړیوال بانک له وړاندې ۳۰۰ میلیونه ډالره پور تایید کړی، چې د افغانستان د اساسي پروژو لپاره به ولګول شي.
دغه راز، بانک د ۱،۱۰۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د نویو پروژو تمویل ژمنه هم کړې ده، چې له مخې به یې د ۲۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې د ماليې وزارت له لارې عملي شي.
د مالیې وزارت ویاند ویلي، چې د دغو پورونو موخه د افغانستان اقتصادي ودې ته لاره هوارول دي، نه د شخصي یا غیراصولي مصرف لپاره زياتوي د پروژو د تطبیق او شفافیت لپاره به هر اړخیز نظارت وشي.
دغه پرمختګ د افغانستان لپاره یو مهم اقتصادي ګام ګڼل کېږي، چې کولای شي له یو پلوه د هېواد اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي او له بله پلوه نړیوال باور بېرته ترلاسه کړي.
د نړیوال بانک لخوا د پور ورکړه د افغانستان لپاره د لومړنیو نښو له ډلې ده چې ښيي نړیوالې مالي ادارې یو ځل بیا له هېواد سره همکاري ته چمتو دي. 



