د فلسطین د مجاهدینو حرکت د یمن د تازه پریکړې هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰غویی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د مجاهدینو حرکت د یمن د وسله‌والو ځواکونو هغه پریکړه وستایله، چې د اسرایلو د حیفا بندر پر وړاندې یې سمندري بندیز اعلان کړی دی.

ياد غورځنګ دا اقدام یوه مهمه او اغېزمنه چاره بللې، چې د صهیونیستي رژیم کړکېچونه به لا ژور کړي.

په یوه خپره شوې اعلامیه کې، د مجاهدینو حرکت ویلي: “د یمن دا زړوره پریکړه د دغه هېواد د اتلو ځواکونو او مقاوم مشرتابه ژمنتیا منعکسوي، چې د فلسطین د مظلوم ولس تر څنګ ولاړ دي، که څه هم چې دا کار درنې قربانۍ غواړي.”

اعلامیه زیاتوي، چې دا ګام د اسلامي امت د یووالي او د ګډ برخلیک څرګندونه کوي.

په پای کې د فلسطین د مجاهدینو حرکت ویلي، چې فلسطینی ولس به هېڅکله د یمن د ولس دغه اصولي او زړور دریځونه هېر نکړي، په داسې حال کې چې دوی د نسل‌کُشۍ، وحشي بریدونو او نژادي تصفیې له سختو کړنو سره مخ دي، او نوره عربي نړۍ چوپه خوله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button