يوځل بیا له دوه نيم سوه زیات افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د مهاجرينو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته ۲۸۶ تنه افغان مهاجر د غويي میاشتې په ۲۸مه هېواد ته راستانه شول.
سرچينې د کندهار ولایت د سپینبولدک د سرحدي مدیریت د معلوماتو له مخې ويلي، چې دغه کسان سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او تر یوه یا دوو ورځو بند وروسته خوشې کړل شول.
راستانه شوي کسان له ثبت او راجستر وروسته له بشري مرستو برخمن او خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.
په وروستيو کې په پاکستان کې د اسناد لرونکو او بې اسنادو افغانانو د نيولو او له دغه هېواده د ايستلو لړۍ تېزه شوې ده چې تر اوسه لسګونه زره افغانان په جبري ډول رايستل جشوي دي.



