کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “اسامه حمدان” له تهران ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، چې محمد السنوار ژوندی دی او لا هم د اسراییلي ځواکونو پر ضد جګړه رهبري کوي.
اسامه حمدان دا څرګندونې د اسراییلي چارواکو لخوا د محمد السنوار د وژل کېدو ادعاوو ته په غبرګون کې کړې دي.
د صهیونیستي ترهګر ريژیم د دفاع وزیر، یسرائیل کاتس، د مې په ۱۸مه نېټه ادعا کړې وه، چې د ټولو شواهدو له مخې، محمد السنوار وژل شوی دی.
خو د حماس چارواکو دا ادعاوې هغه مهال هم رد کړې وې او ویلي یې و، چې السنوار ژوندی دی.
د حماس ځینو نورو سرچینو بیا ویلي، چې محمد السنوار یې د غزې خان یونس سیمه کې صهیونیستي اشغالګرو سره د پرېکنده جګړې پر مهال لیدلی دی

















