کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ جوزا، ۱۴۰۴ل)
نن د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
نوموړي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا پروژه نه یوازې د پاکې او دوامداره انرژۍ د تولید یو مهم ګام دی، بلکې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې هم رغنده رول لري.
د ښاغلي ملا برادر په وینا، دغه ډول پروژې د برېښنا د تولید ترڅنګ د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، پانګونې د جذب، کاري فرصتونو د ایجاد او د خدماتو د ښهوالي لپاره حیاتي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه چې څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید اووه سترې پروژې لاسلیک شوې چې ټولیز ظرفیت یې له ۲۲۸ میګاواټو څخه اوړي، او د لغمان لمریز پروژه هم د همدې سترې برنامې یوه برخه ده. ده څرګنده کړه چې اسلامي امارت غواړي د کورنیو ظرفیتونو پر مټ هېواد له بهرنۍ برېښنا خلاص کړي، ځکه وارداتي برېښنا قیمته تمامیږي او له امله یې بهر ته د اسعارو د وتلو کچه لوړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له پانګوالو وغوښتل چې د برېښنا په ګډون د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي. هغه وویل چې اسلامي امارت پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د امنیت، همکارۍ او ملاتړ پوره ډاډ ورکوي.
د معلوماتو له مخې، یادې پروژې ته د خصوصي سکتور له لوري شاوخوا شپږ میلیون ډالره ځانګړي شوي، چې له بشپړېدو سره به یې د سیمې د برېښنا ستونزې کمې او صنعتي فعالیتونه پراخ شي.


















