کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لوري د صهیونیستي رژیم پر بن ګوریون هوايي ډګر وروستي بالستیک بریدونه ستایلي دي او دا یې د اسلامي امت د وحدت او وفادارۍ ستر پیغام بللی دی.
حماس د یوې رسمي اعلامیې له لارې وویل:”موږ د یمن مجاهد ولس او د دوی اتلو ځواکونو ته د زړورتیا، وفا او عملي ملاتړ له امله درناوی کوو. دا بریدونه د یوه متحد امت د ژوندی ضمیر څرګندونه ده، او دا ښيي چې فلسطین یوازې نه دی.”
حماس دا بریدونه یو طبیعي او مشروع غبرګون بللی، او د غزې د خلکو پر ضد د روانو جنایتونو په وړاندې یې د ولسونو د یو والي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې یمني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه پرلهپسې توغندي د بن ګوریون هوايي ډګر باندې ویشتلي، چې د اسرائیلي رسنیو په وینا، زرګونه کسان یې پناهځایونو ته اړ کړي، پروازونه یې فلج کړي، او نړیوالو شرکتونو ته یې خبرداری ورکړی چې دا سیمه نور خوندي نه ده.
حماس د ټولو اسلامي هېوادونو له ولسونو او مقاومتپالو غورځنګونو وغوښتل، چې خپل دیني، انساني او تاریخي مسئولیت ادا کړي او د غزې له مظلومو خلکو سره هر ډول ملاتړ وکړي.


















