کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله مشر عبدالملک الحوثي ویلي، چې په غزه کې د فلسطیني ولس له غمیزو او کړاوونو سره مخامخېدل هر مؤمن ته دا احساس ورکوي، چې شاتګ، بېپامي یا هر ډول سستي له الله (جل جلاله) سره د خیانت وړ عمل دی.
الحوثي دا څرګندونې د غزې د دوامداره محاصرې او یرغل پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د کمزورو دریځونو په لړ کې کړي.
هغه زیاته کړه:
“کله چې انسان غزه کې مظلومیت، قتلعامونه او دردونه ویني، نو باید چې پر شا نشي او کمزوري و نه ښيي. دا وخت د امتحان او وفادارۍ دی.”
نوموړي له ټولو آزادو مسلمانانو او مقاومتپالو خوځښتونو وغوښتل، چې د غزې له خلکو سره په هره ممکنه بڼه مرسته وکړي او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د یوه واحد صف په توګه ودریږي.


















