ملا عبدالسلام ضعیف: د امریکا او متحدینو د بشر د حقونو دعوه یوه درواغجنه داعیه او سیاسي وسله ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

پخوانی طالب چارواکی او په پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، چې په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د ښځو، ماشومانو، ژورنالستانو، طبي کارکوونکو، سپین‌ږیرو او عامو مسلمانانو قتل عام دا ثابته کړه، چې د امریکا او متحدینو د بشر د حقونو دعوه یوه درواغجنه داعیه او سیاسي وسله ده.

هغه وایي، لوېدیځ هېوادونه دغه شعار د مسلمانانو پر وړاندې قوي وسلې په توګه کاروي.

ضعیف زیاتوي، چې د بشر د حقونو دغه ادعاوې یوازې د سیاسي اهدافو لپاره مطرح کېږي او کله چې ظلم د مسلمانانو پر وړاندې وشي، نړیوال غږونه چوپ وي.

مربوطه مطالب

Back to top button