شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: د یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره به د نغدي مرستو وېش ژر پیل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اعلان کړی چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په کچه د یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال د لومړۍ ربعې (یعنې د حمل، ثور او جوزا میاشتو) نغدي مساعدتونو د ويش لړۍ ژر پيل شي.

دغه مرسته به د مستحقو کسانو ترمنځ په نوبتي او منظم ډول ووېشل شي، څو ټول اړمند او په شرايطو برابر وګړي ترې برخمن شي.

ياد وزارت زیاته کړې چې د دغو مرستو وېش لړۍ به له مشخصو طرزالعملونو او لیستونو سره سم، د شفافیت په فضا کې تر سره شي، او له اړوندو ولایتونو سره همغږي شوې ده، ترڅو د وېش بهیر په منظم ډول پر مخ لاړ شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د نغدي مرستو دا لړۍ هر کال پر مستحقو کسانو تطبیقېږي.

تېر کال (۱۴۰۳ مالي کال) کې هم دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته میاشتني نغدي مساعدتونه ووېشل، چې د اړمنو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې یې مهم رول درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button