شجاعیه کې د حماس برید؛ لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام لېوا اعلان کړی، چې ځواکونو یې د غزې ښار ختیځې شجاعیه سیمه کې د صهیونیستي ځواکونو پر ضد یو کمین ترسره کړی، چې له امله یې ۱۰ تنه اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

د القسام په وینا، دا عملیات د مې په ۲۲مه ترسره شوي، خو د امنیتي دلایلو له امله یې اعلان ځنډول شوی و. دوی ادعا کړې چې د اسرائیلي ځواکونو د یوه پوځي کنډک سرتېري چې په یوه کور کې ځای پر ځای شوی و د توغنديو په وسیله هدف ګرځول شوی، چې له امله یې ۱۰ سرتېري وژل شوي او جسدونه لا هم سیمه کې پاتې دي.

تر برید وروسته القسام ځواکونو له پاتې اسرائیلي پوځیانو سره هم نښته کړې ده، همداراز، دوی ادعا کړې چې د اسرائیلي پوځ یوه مرکاوا ټانک یې د “یاسین ۱۰۵” ټانک ضد توغندي په وسیله هدف ګرځولی دی.

دا برید د شجاعیه په سیمه کې د روانو جګړو یوه برخه ده، چې له څو میاشتو راهیسې د فلسطیني مقاومت او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ روانې دي. د شجاعیه سیمه د غزې ښار یوه مهمه برخه ده، چې د دواړو خواوو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

د یادونې وړ ده چې دا ډول بریدونه د فلسطیني مقاومت د تاکتیکي وړتیاوو ښکارندويي کوي، چې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد یې مؤثرې حملې ترسره کوي.

د دې برید ویډیو القسام لېوا خپره کړې، چې پکې د برید تفصیلات او اسرائیلي ځواکونو ته اوښتي زیانونه ښودل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button