ترمپ: پوتین روسیه له سقوط سره مخ کوي؛ مدودف: یوازینی ناورین درېیمه نړیواله جګړه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ یو ځل بیا د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سختې نیوکې کړې دي، نوموړي پوتین “لیونی” بللی او ویلي یې دي چې “له اور سره لوبې کوي” او که چیرې دی (ترمپ) په واک کې نه وای، روسیه به له جدي ستونزو سره مخ شوې وای.
ترمپ دغه څرګندونې په تېرو درېیو ورځو کې دوه ځله کړې دي او پوتین یې د اوکراین د جګړې د دوام له امله د روسیې د احتمالي سقوط مسؤل بللی دی.
په غبرګون کې د روسیې د امنیت شورا مرستیال، دیمیتري مدودف، د ایکس (پخواني ټویټر) له لارې ویلي: “زه یوازې د یوه واقعاً بد شي په اړه معلومات لرم؛ هغه درېیمه نړیواله جګړه ده!” مدودف زیاته کړې، هیله ده ترمپ دا خبره درک کړي.
که څه هم تر اوسه پوتین پخپله د ترمپ څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو د کرملین ویاند دا څرګندونې بېاساسه او احساساتي بللې دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د دواړو مشرانو ترمنځ د اوکراین سولې پر سر دوه ساعته خبرې هم شوې وې، خو دا دویم ځل دی چې ترمپ پر پوتین لفظي برید کوي.



