ستره محکمه: د اختر میاشت ونه لېدل شوه؛ لوی اختر به د شنبې په ورځ وي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې له لوري اعلان شوی چې د ذوالحجة الحرام میاشت (د لوی اختر میاشت) د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لپاره د هېواد په هېڅ ولایت کې ونه لېدل شوه.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې او ولایتي کمېټو تر څېړنو او تماسونو وروسته معلومه شوه چې نه د هېوادوالو له لوري او نه هم د شرعي محاکمو له خوا د سپوږمۍ لیدو شرعي شاهدان موجود وو.
د یادې کمېټې د اعلان له مخې، د ذوالقعدې میاشت به د جمعې په ورځ، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالقعدې ۳۰مه، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولي له ۲۳مې (۲۰۲۵/۵/۲۴) سره سمون لري، پای ته رسېږي.
نو نن چهارشنبه د ۱۴۴۵هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې ٣٠مه ده؛ په دې اساس د راتلونکې اوونۍ د شنبې ورځ (۱۴۴۶/۱۲/۱۰هـق) چې (۱۴۰۴غبرګولی ۱۷هـش) نېټې سره برابره ده د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button