یمني ځواکونو بن ګوریون هوايي ډګر باندې د بالستیک توغندي برید کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سريع اعلان کړی، ځواکونو یې د اسرائیلو بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر او د اشغالي فلسطین یافا سیمه کې یو مهم پوځي هدف په بریالۍ توګه په نښه کړي دي.
د نوموړي په وینا، عملیات د دوه بالستیک توغندیو په وسیله ترسره شوي، چې یو یې فوقالصوت «فلسطین ۲او دوهم توغندی «ذوالفقار» نومېده.
یمني چارواکي وايي، دغه عملیات د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ، د صهیونیستي یرغل پر وړاندې د مقاومت، او د مسجد الاقصى د سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوي دي. دوی وایي، دغه بریدونه د میلیونونو صهیونیستانو د ویرې سبب شوي، چې د خوندي ځایونو پر لور یې تېښته کړې او د بن ګوریون هوايي ډګر الوتنې یې ځنډیدلي دي.
د یمن وسلهوال ځواکونه زیاتوي چې د اسرائیلو له لوري پر غزه روان بریدونه، محاصره او د لوږې تګلاره بېساری بشري جنایت دی، او دوی دا خپل ديني، انساني او اخلاقي مسؤلیت ګڼي چې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ وکړي.
په ورته مهال، نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا هوايي شرکت (British Airways) د امنیتي اندېښنو له امله خپل پروازونه د جولای تر ۳۱ نېټې پورې ځنډولي دي.



