حماس: د داخلې اختلافاتو په اړه د العربیه راپور رد کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د العربیه تلوېزیوني شبکې هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوي وو چې ګواکې د دې غورځنګ د سیاسي او نظامي مشرتابه ترمنځ په غزه کې اختلافات شته.
د حماس د بهرنيو مطبوعاتو مسؤول هشام قاسم وویل: «هغه راپور چې د عیدان الکساندر – د اسرائیلي امریکايي تبادله شوي اسیر – په اړه د اختلافاتو ادعا کوي، پوره دروغ دی او له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري.»
هغه ټینګار وکړ چې دا راپور د هغو ادعاوو یوه برخه ده چې دا شبکه یې تل خپروي.
قاسم زیاته کړه چې دا راپور د دروغو او تورونو یوه مجموعه ده چې د مقاومت د رهبرۍ پر وړاندې یې مطرح کړي. هغه وویل: «دغه ډول کړنې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې زموږ ولس په غزه کې له اشغال، محاصرې او یوه بشپړ جنګ سره سرسخته مبارزه کوي.»
هغه په پای کې له العربیه شبکې څخه د رسمي بخښنې غوښتنه کړې ده او دغه شبکه یې د صهیونیستي رژیم تبلیغاتي رسنۍ بللې ده.



