د نشه‌يي توکو ضد معین او د UNODC د مشر لیدنه: کوکنار بند شوي، بزګرانو ته د بدیل کښت نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار د UNODC له مشر پولیک اوک سری سره لیدلي او ویلي یې دي چې د کوکنارو کر، قاچاق او پلور بند شوی، خو بزګران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، اړتیا ده چې د بدیل کښت په برخه کې يې جدي نړیوال ملاتړ وشي.

ښاغلي ملا عبدالحق همکار له UNODC وغوښتل چې د پولیسو د مسلکي روزنې، تجهیز او د معینیت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې همکاري زیاته کړي. نوموړي وویل، اوس د جګړې پر ځای فرصت برابر شوی او اړتیا ده چې له بزګر سره د کاري بدیل لپاره ژر اقدام وشي.

د UNODC مشر د حکومت له لوري د نشه‌يي توکو پر ضد اقدامات تایید کړل او ژمنه یې وکړه چې د درملنې، بدیل کښت او روزنیزو برخو کې به د ملاتړ هڅې زیاتې کړي او دا به له نړیوالو سره هم شریکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button