رفح کې دوه صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلي پوځ په وینا، د غزې په جنوبي ښار رفح کې یې دوه سرتېري د یوه ښخ شوي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي. دا پېښه د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه هغه مهال رامنځته شوه چې د یاهلوم ځانګړو ځواکونو سرتېري د یوه ودانۍ دننه د یوه تونل د دروازې پلټنه کوله، چې ناڅاپه چاودنه وشوه. په دې پېښه کې دوه سرتېري، کپتان نوام راوېد (۲۳ کلن) او سټاف سارجنټ یالي سرور (۲۰ کلن) ووژل شول، او دوه نور سرتېري ټپیان شول.
د اسرائیلي پوځ د معلوماتو له مخې، د غزې جګړې له پیل راهیسې یې حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې تر اوسه ۸۵۶ سرتېري وژل شوي دي؛ خو خپلواکې رسنۍ او د مقاومت ځواکونه بیا د مرګ ژوبلې شمېره له هغه څو چنده ډېره یادوي، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم اعلان کړي دي.



