په زابل کې د کډوالو لپاره د استوګنې نوی ښارګوټی پرانیستل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د زابل ولایت په مرکز کې د کډوالو لپاره د یوه نوي ښارګوټي د پرانیستې مراسم ترسره کړل.
یاد ښارګوټی چې د “شیخ متي بابا” په نوم یادیږي، په ۴۳۲۱ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم طرحه شوی دی.
د چارواکو په وینا، د دغه ښارګوټي په جوړښت کې د استوګنې، خدماتي اسانتیاوو او ټولنیزو اړتیاوو ټول اړین معیارونه په پام کې نیول شوي دي، څو مستحق کډوال یو باعزته ژوند ته لاسرسی ومومي.
مولوي عبدالسلام حنفي د پرانیستې په مراسمو پر مهال د مستحقو کډوالو ترمنځ د ښارګوټي د برخو وېش هم پیل کړ، او زیاته یې کړه چې دغه استوګنځای به یوازې هغو راستنېدونکو ته ورکړل شي چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون لخوا مستحق وپېژندل شي.



