د افغانستان سرپرست سفير د مسکو امنیتي غونډه کې د امنیتي پرمختګونو په اړه وینا وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په روسيه کې د افغانستان سرپرست سفیر جمال ناصر غروال د لوړپوړو امنیتي چارواکو د ۱۳م نړۍوال امنیتي فورم په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی

د وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، چې ښاغلي غروال د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د وروستیو امنیتي تحولاتو، لاسته راوړنو، پرمختګونو د سیمه‌ییزو او نړیوالو اغېزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.

ښاغلي غروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې افغانستان د امنیت په برخه کې مهم ګامونه اخیستي، چې نه یوازې د هېواد د ثبات سبب ګرځي، بلکې د سیمې پر امنیت هم مثبت اغېز لري او زیاته کړې ده چې اسلامي امارت د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د پراخولو غوښتونکی دی.

په دې غونډه کې د نړۍ له ۱۵۰ څخه ډېرو هېوادونو د امنیتي، دفاعي او سیاسي برخو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی.

Related Articles

Back to top button