اسلامي امارت: له افغانستان څخه د خطر په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هغه اندېښنې رد کړې، چې ګواکې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته خطر متوجه دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې هیڅ ډول خپل‌سرې وسله‌والې ډلې شتون نه لري او دا هېواد هیچاته ګواښ نه دی.
ملا حمدالله فطرت دا څرګندونې د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) د دفاع وزیرانو د شورا په غونډه کې يې ويلي و، په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خطر پېښولی شي.
خو ښاغلي فطرت د نوموړي د يادو څرګندونو په غبرګون کې په خپل رسمي “ایکس” (پخوانی ټویټر) لیکلي:”په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه، چې استخباراتي موخې یې درلودې. اسلامي امارت دغه تشویشونه بې ځایه ګڼي چې د افغانستان څخه د خطر تلقی کولو په منظور ایجادیږي. افغانستان هیچاته خطر نه دی او په افغانستان کې هیڅ کومه خپل‌سري ډله شتون نه لري. هیڅوک دې له افغانستان څخه د خطر تشویش نه کوي.”
اسلامي امارت په دې وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی، چې دوی د خپلې خاورې امنیت تضمینوي او له افغانستان څخه به هیڅ هېواد ته خطر نه پېښېږي.