د صنعت او تجارت وزارت سرپرست د آستانه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لاړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزارت سرپرست، ښاغلی نورالدین عزیزی، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان د حکومت په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ، ترڅو نوموړی د آستانه په نړیوال فورم کې ګډون وکړي.

د صنعت او تجارت وزارت وايي، ښاغلی عزیزي به په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو، اقتصادي ودې، او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه وینا وکړي. په دې سفر کې د فواید عامې وزارت د خط‌آهن معین مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د امارتي شرکتونو د رهبري هیئت رئیس مولوي احمدجان بلال هم د نوموړي ملتیا کوي.

د آستانه نړیوال فورم یوه مهمه نړیواله غونډه ده چې پکې د اقتصاد، اقلیمي بدلون، نړیوال امنیت، دوامدار پرمختګ او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه بحثونه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button