دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د ځمکې له پیل تر نن پورې تر ټولو ظالمانه او سرچپه زمانې ته ښه راغلاست!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مې 29, 2025
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
17
ځلې شریک شوی
210
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالحمید جليلي

ښه راغلاست یوویشتمې پېړۍ ته… هغه پېړۍ چې انسانیت، عزت، غیرت، دین او شعور یې تر پښو لاندې کړي دي.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

هغه چي باعزته او باایمانه انسان په خپل کور کې بنديوان دی،

لکه داسې چې تودې سکروټې یې د سوځېدلي لاس په موټي کې نيولي وي!

خو بې‌حيا، بې‌غيرته، چاپلوس بې‌شرمه انسانان د ټولنې محبوب او مقبول شخصیتونه بلل کېږي.

شپيته کلن سړی د ځوانۍ په شوقونو کې ډوب دی،

او شل کلن ځوان له ژونده ستړی شوی، د مرګ تمنا لري.

کوچنۍ نجونې د “محبوب له پرېښودو” سره د زړونو ماتيدو سندرې وايي.

غیرت، دین او حیا ته “توندفکري” او “بنيادګرايي” وايي،

خو بې‌لارې توب، فحاشي او بې‌حیایي ته وايي: کلتور، هنر، پرمختګ او روشن‌خيالي.

زنا عامه، هر ځای او اسانه شوې،

خو نکاح دومره ګرانه او پيچلې شوې چې خلک ترې تېښته کوي.

ماډرن توب او پرمختګ اوس دا معنا لري چې جامې وغورځوې!

که څوک شراب، سگريټ يا شيشه ونه څښي نو خلک یې وايي: “دا خو وروسته پاتې دی، حتی نارينه ورته هم نه ښکاري!”

هغه خاوند چې له خپلې مېرمنې سره خيانت کوي، هوښیار او چالاک ګڼل کېږي،

خو څوک چې د نکاح وفاداري وساتي، ورته وايي: عقب مانده دي.

تشنابونه اوس د سیلفیو استودیوګانې شوې،

او مسجدونه د “عاشقانو د لیدو ځایونه.”

دین اوس دومره تحریف شوی چې حرام ته د حلال نوم ورکول کېږي،

او باطل ته د حق جامه ور اغوستل کېږي.

که څوک د ظلم پر خلاف د قرآن آیت وايي : “فتنه اچوونکو او تخريب ګڼل کېږي

خو که څوک د ظالم ستاینه د دین په نامه وکړي، ورته وايي: “ښه عالم دی او سوله غواړي!”

هغه دیني اصطلاحات چې د الله د رضا لپاره وو، اوس د سیاسي ګټو او شخصي شهرت لپاره کارېږي.

قرآن د هوس غوښتونکو د توجیه وسیله ګرځېدلی،

او شریعت د زورواکو د ظلم توجیه!

شخصي سليقو ته محمدي شريعت نوم ورکړ شوي

او انسانانو ته د تقدس سجدي کيږي

رښتيا خيانت او تخريب بلل کیږي او درواغو ته بيا نيک مصلحت وايي..

امبولانس که ناوخته راشي، پروا نشته،

خو که پيزا يا برګر ناوخته شي، خلک غصه کېږي!

که څوک ستا عیب در وښيي، هغه ته وايي: “حاسد، تخریبکار او منفي ګرا”

خو که څوک دې درواغو تعریفونه او چاپړوسي وکړي، هغه ته وايي: “صادق او مخلص!”

پيسې له رشتو ډېرې ارزښتمنې شوې،

که حرامې هم وي، خو “کار جوړوي.”

دین ته خلک د خدای د رضا لپاره نه، بلکې د خلکو د خوښۍاو شهرت لاسته راوړنې لپاره ارزښت ورکوي

مسجدونه د الله کور نه، بلکې د خود نمايۍ او ځان منلو سټيجونه او ميدانونه ګرځيدلي

زلميان له نکاح ډاريږي،

خو ګناه ته هر وخت اماده دي.

ظلم عادي شوی،

غیرت او عزت لکه نايابه خزانه ګڼل کېږي.

🛑 دا هغه زمانه ده چې:

✅ اخلاق پکې مړه شوي،

✅ دین پکې خالي پوستکی شوی،

✅ تربیه پکې فاسده شوې،

✅ روغتیا پکې تباه شوې،

✅ او ټولنه پکې اخلاقي او ارزښتونو سقوط ته روانه ده.

🌐 دا يوويشتمه پېړۍ ده…

دا هغه پېړۍ ده چې حق ته باطل، او باطل ته حق ويل کېږي.

دا هغه زمانه چې مذهبي او غير مذهبي سرچپه مزل کوي

دا هغه زمانه ده چې هر څه پکې واوښتل او سرچپه دي!

دا هغه زمانه ده چې شعور مسخ شوي او ارزښتونه سرچپه شوې

ښه راغلاست يوويشتمي پيړي ته!!!

مخکینې مطلب

د صنعت او تجارت وزارت سرپرست د آستانه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لاړ

بل مطلب

حج او اوقافو وزارت، له خطيبانو او خلکو د غزې د مظلومانو د ملاتړ او د ظلم پر ضد د غږ پورته کولو غوښتنه کړې

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com