په جلالاباد کې د ۳ ميليارده افغانيو په لګښت د حلقوي سړک د جوړيدو پروژې پرانيسته وشوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار والي د نږدې درې ميليارده افغانيو په مالي لګښت د جلالاباد ښار د حلقوي سړک د جوړېدو د پروژې پرانيسته وکړه.
د ننګرهار ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د سړک لومړی فاز له سرخاب پل څخه تر بهسودو پل پورې ۳.۸ کيلومتره اوږدوالی لري او څلوېښت متره پراخوالی لري، چې دا مهال يې چارې روانې دي. ټاکل شوې ده چې وروسته دويم او درېيم فازونه هم عملي شي. دا حلقوي سړک به په ښي او چپ اړخ څلور-څلور ترافيکي لینونه، دوه لوی پلونه، ويالې او اړوندې اسانتياوې ولري.
د پرانیستې په مراسمو کې د جلالاباد ښاروال وويل، چې دا پروژه د ښاروالۍ د عوايدو، تخنيکي ټيم، کارګرو او موجوده ماشينرۍ په مرسته پر مخ وړل کېږي او تمه ده چې په اتو مياشتو کې بشپړه شي.
د ښاروال په وينا، د سړک په مسير کې به ټول قانوني ملکيتونه استملاک شي او د خلکو حقوقو ته به پوره درناوی وشي.


