درې تنه هندي اتباع ایران کې ورک شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

ایراني چارواکو تایید کړې چې درې تنه هندي اتباع په ایران کې تري تم شوي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې دا کسان ښایي د هغو ناقانونه هندي ادارو له لارې ایران ته تللي وي، چې خلک د کار یا ښه ژوند په نوم غولوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي: “موږ هڅه کوو چې د دغو دریو کسانو د موندلو لپاره لازم اقدامات وکړو، خو یو ځل بیا هند ته دا پیغام ورکوو چې د هغو جعلي ادارو په باور ونکړي چې د قانوني اسنادو پرته سفرونه تنظیموي.”

هندي چارواکو تر دې دمه د ورکو شویو کسانو د هویت او مشخصاتو په اړه رسنیو ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي، او نه هم یې دا څرګنده کړې چې دوی څنګه او څه ډول ایران ته تللي وو.

ایراني چارواکي وايي چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره همکاري اړینه ده، او له هند غواړي چې د ناقانونه سفرونو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د یادونې ده چې ایران د سیمې په کچه د کډوالو او کاریګرو لپاره یوه مهمه ترانزیتي لاره بلل کېږي، خو ناقانونه سفرونه ډېر وخت د انسانانو د قاچاق، تري تم کېدو او حتی مرګ پېښو ته لاره هواروي.

Related Articles

Back to top button