اسلامي امارت يوځل بيا د غزې نسل‌وژنه غندلې او له نړیوالو يې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا مقام نن په يوه اعلاميه کې په غزه کې د روانې اسراییلي یرغل، نسل‌وژنې او بشري ناورین سخته غندنه کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسراییلي ځواکونو لخوا د ښځو، ماشومانو او نورو بې‌ګناه فلسطینیانو وژنه، د مرستو مخنیوی، د ټپيانو نه انتقال، او د خطرناکو وسلو استعمال د ټولو انساني اصولو خلاف عمل دی.

په اعلامیه کې د نړیوالو سازمانونو، هېوادونو او بشري ادارو پر چوپتیا او کمزوري عکس‌العمل هم نیوکه شوې او له هغوی غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دې د دغه ناورین د ختمولو لپاره عملي او عاجل ګامونه واخلي او ټول هېوادونه دې د اسراییلي ظلمونو پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو کسانو د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ او د صهیونیستي ترهګر ريژیم د جنایتو پر ضد ستر لاریونونه وکړل.

مربوطه مطالب

Back to top button